Asset 1SWN

د مارچ اتمه؛ نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو پرانېستل‌کېدو ته شېبې شماري

3500

 هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړل‌کېدو نږدې ۱۹ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د نجونو زده‌کوونکو د زده‌کړو راتلونکی یوه ناملعوم برخلیک سره مخ دی.

په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې یو‌شمېر نجونې زده‌‌کوونکې وايي چې د زده‌کړو نامعلوم برخلیک او د ښوونځيو تړلي‌ پاتې‌کېدو اندېښمنې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مریم چې د هرات د یوه ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې ده او اته کاله اوله نمره وه، هیله یې درلوده چې د ښوونځي له بشپړېدو وروسته طب پوهنځي کې خپلې لوړې زده‌کړې وکړي.

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «د ښوونځي په تړل‌کېدو سره مې ټولې هیلې له‌منځه لاړې او له زده‌کړو پاتې شوم. هره ورځ په کور کې یم او د کتابونو لوستل راته له ستړیا ډک شوي او تر فشار لاندې یم. ډېره خواشینې یم، ژر غصه راځي، له همدې امله مې کورنۍ ډاکټر ته بولې یم او تر درملنې لاندې یم.»

په همدې حال کې مریم چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ژور خپګان او عصبي اختلالاتو له امله د هرات روغتون کې تر درملنې لاندې ده، وايي، د ښوونځيو نه پرانېستل‌کېدو له کبله پر یادو ناروغیو اخته شوې ده.

 نیلوفر چې د نیمروز د زرنج ښار اړوند د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي چې د تېر یونیم کال پرمهال هر کله چې خپلو کتابونو او کتابچو ته ګوري، خپلې اوښکې نه‌شي ټينګولی.

نیلوفر وویل: «باور ورکړئ چې موږ ټولې نجونې په یوه نامعلوم برخلیک، تیارې او ناهیلۍ کې ژوند کوو. د افغان نجونو ګناه څه ده چې نشي کولای زده‌کړې وکړي او پرمختګ ولري.؟»

په همدې حال کې د فراه اوسېدونکې ۱۸کلنه مرسل د ښوونځیو تړل‌کېدو له کبله ناهیلې شوې ده. نوموړې وویل: «د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې یم او د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدل لامل شو چې کورنۍ مې کوژدنه وکړي. زه غواړم زده‌کړې وکړم، څو راتلونکې کې مې کورنۍ او نورو ته خدمت وکړم، خو له یوې خوا کوژدنه مې او له بلې‌خوا د ښوونځیو تړل‌کېدو ناهیلې کړې یم.»

مرسل زیاتوي چې یو ځل یې د اجباري کوژدنې او ښوونځیو تړل‌کېدو له کبله د ځان‌وژنې هځه وکړه، خو خور یې مخه نیولې ده.

دا یوازې د هېواد لویدیځ ولایتونه نه دي چې نجونې یې د ښوونځيو تړل‌کېدو له کبله پر رواني ناروغیو اخته شوي، بلکې د هېواد په نورو په ځانګړې توګه سوېل لوېدیځو ولایتونو کې هم نجونې له ورته ننګونو سره مخ دي.

شکیلا کندهار کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکې ده. هغه چې غواړي راتلونکې کې ډاکټره شي، وايي، د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره یې هیلې له لاسه ورکړي او د تېر یونیم کال پر مهال د علم د زده‌کړې پر ځای د کور پر کارونو بوخته وه.

په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې نجونو زده‌کوونکو چې راتلونکې ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې د ښوونځیو بېرته پرانېستو ته سترګې پر لار دي، د اسلامي امارت له محلي او مرکزي مسوولانو غواړي چې د ښوونځیو بیاپرانېستلو لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې په لوېدیځ او سوېل‌ لوېدیځ کې له شپږم ټولګي پورته د یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو کورنۍ وايي چې د نجونو ښوونځیو تړلي‌ پاتې‌کېدو یې نجونو ته روانې ستونزې پیدا کړي دي.

غور کې د یوه زده‌کوونکې مور خدیجه وايي، لور یې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او یوولسم کاله اول نمره وه او غوښتل یې په کانکور ازموینه کې لومړۍ مقام وګټي او د غاښونو طب برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي.

نوموړې وویل: «له هغه وخته چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي، لور مې ډېره خواشینې شوې او زړه یې مات شوی، ځکه اوسني حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې چې خپلو هیلو ته ورسېږي.»

هغه د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې راتلونکي پسرلي کې ښوونځي بېرته پرانیزي، څو یې نجونې خپلو هیلو ته ورسېږي. محمدحلیم چې د هرات اوسېدونکی دی، وايي، لور یې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده او د رباتیک په برخه کې ښه وړتیا او نوښتونه لري.

نوموړي وویل: «لور مې تل هڅه کوي چې د خپل ټولګي غوره زده‌کوونکې واوسي او د رباتیک برخه کې یې ډېر کارونه کړي، خو د ښوونځیو تړل‌کېدل لامل شوي چې په اندېښنو کې ژوند وکړي او ډېری وخت ژاړي او له ما پوښتي چې نوي کال کې به ښوونځي پرانېستل شي.»

د کندهار اوسېدونکی فیض‌الدین هم سلام‌وطندار ته وايي چې د علم زده‌کړه پر نر او ښځه فرض دی او حکومت باید د نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو د خپلې خوښې پوهنځي کې زده‌کړې وکړې او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

بل‌خوا ډاکټران وايي چې د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدل او د ښځو پر کار بندیز د دوی پر روان منفي اغېز کړی دی.

غور کې عصبي او رواني متخصص عبدالاحد نوري وايي، یوازې په دغه ولایت کې ۸۰سلنه نجونې زده‌کوونکې او کارمندانې پر روانې ناروغیو اخته شوي او دغه لړۍ د پراخېدو په حال کې ده.

نوموړي وویل: «له تېر کال راهیسې موږ ډېری مراجعه کوونکي درلودل چې نجونې او ښځینه کارکوونکې وې چې له کار او زده‌کړو پاتې وې، ۸۰سلنه یې پر رواني ناروغیو اخته وې.» نوري رواني مشورې، بوختیا او د ذهنیت بدلون هغه حل لارې یادوي چې د نجونو او ښځو روغتیا برخه کې اغېزمنې دي.

نجونې زده‌کوونکې او د دوی کورنۍ داسې مهال له اسلامي امارت د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار ویلي، د یوه خوندي چاپېریال رامنځته‌ کولو وروسته به ښوونځي پرانیزي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 تراوسه روښانه نه ده چې کله به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي او دوی به خپل دغه حق بېرته ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام