د افغانستان بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ، د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې پر ښوونځیو او جوماتونو ترهګریزو بریدونو وروسته ویلي چې د افغانانو د بشري حقونو وضعیت باید خوندي شي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د تېرې اوونۍ د خونړیو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره څنګ کې ولاړ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر زیاته کړې چې خپلې ارزونې، څېړنې او ځواب ویلو ته به دوام ورکړي. نوموړي همداراز د تاوتریخوالي مخنیوي او د نړیوال عدالت پر تضمین ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سې‌شنبې سهار د وري میاشتې دېرشمه د کابل لوېدیځه سیمه د درېوو پرله‌پسې چاودنو شاهده وه.

لومړۍ چاودنه د «ممتاز» ښوونیز مرکز مخې ته او دوه نورې چاودنې بیا د «عبدالرحیم شهید» ښوونځي ته څېرمې وشوې چې په دغو چاودنو کې نږدې ۳۰ زده‌کوونکي ووژل شول.

له کابل وروسته بلخ او کندوز هم د مرګونو بریدونو شاهدان وو. یادو ولایتونو کې پر لمونځ کوونکو چاودنې وشوې چې لسګونه کسانو ته یې مرک‌ژوبله واړوله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو بریدونو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل. له دې سربېره، په هېواد کې وروستیو ناامنیو د افغانانو اندېښنې راپارولي دي او د اسلامي امارت حکومت په دې برخه کې په ناغېړۍ تورنوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام