د ملګرو‌ملتونو ځانګړی رپورټر: د افغانانو بشري حقونه دې خوندي شي

د افغانستان بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ، د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې پر ښوونځیو او جوماتونو ترهګریزو بریدونو وروسته ویلي چې د افغانانو د بشري حقونو وضعیت باید خوندي شي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د تېرې اوونۍ د خونړیو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره څنګ کې ولاړ دی.

افغانستان د نړۍ په کچه د انساني ناورین په درشل کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.