د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا ریچارډ بنیټ افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې لپاره د ځانګړي رپورټر په توګه ګومارلی دی.
ریچارډ بنیټ د دې خبر د تایید ترڅنګ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا له لوري ورته په افغانستان کې نوی ماموریت ورسپارل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ټينګار کړی چې افغانستان کې د ښځو، سړیو او ماشومانو د بشر حقونو لپاره به کار کوي او د دوی د غږونو د پیاوړتیا او اړوند اړخونو سره تعامل ته ژمن دی.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په اوومه نېټه افغانستان کې د بشر حقونو له وضعیت څخه د څارنې لپاره د یوه ځانګړي رپورټر د ګومارنې پرېکړهلیک تصویب کړ.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا له ۴۷ غړیو څخه ۲۸ یې دغه پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړه او د چین، روسیې او پاکستان په ګډون پنځو هېوادونو یې پر وړاندې منفي رایه وکاروله.