Asset 1SWN

تېرو دوو کلونو کې ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

GettyImages-858984790_master

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.

حیات‌الله مهاجر فراهي نن چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه وزارت به نږدې راتلونکې کې څلورو ولایتونو کې بهرني سیلانیانو ته معیاري هوټلونه جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ۴۲۰۰ بهرني اتباعو د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې او دا شمېرې ورځ ترې بلې پر لوړېدو دي.»

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه دې غونډه کې د وینا پر مهال د افغانستان له تاریخي سیمو د بهرنیو سیلانیانو لیدنه او ورتګ د هېواد اقتصاد لپاره ګټور بولي.

هغه وویل: «سیلانیان هغه څوک دي چې د یوه مېلمه په توګه افغانستان ته راځي او باید ښه چلن ورسره وشي او دا لامل کېږي چې د افغانستان رېښتنې څېره خلکو ته وروښودل شي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یاده غونډه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له سیلانیانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان له تاریخي سیمو لیدنه وکړي.

نوموړي وویل: «افغانستان تاریخي او لرغونې سیمې لري او دا د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو لپاره زړه‌راښوونکې دي، موږ د ګاونډیو او سیمې له سیلانیانو غواړو چې افغانستان ته سفر وکړي او له تاریخي سیمو او هوا څخه یې خوند واخلي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان همداراز دې غونډه کې زیاته کړه چې د بامیان بند‌امیر کې د ګرځندوی صنعت ودې لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره په ګډه پر یوه پلان کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام