Asset 1SWN

د پروان توپ‌درې څخه اووه فرانسوي سیلانیانو لیدنه کړې

فرانسوي

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د توپ‌درې له لرغونې «استوپې» څخه اووه فرانسوي سیلانیانو لیدنه کړې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر ذاهدالله مدني سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې لرغونې سیمې د تاریخي اهمیت په اړه یې یادو سلانیانو ته معلومات ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې پروان کې امنیت ټينګ کړی او د کورنیو سلانیانو سربېره بهرني سیلانیان کولای شي چې دغه ولایت ته سفر وکړي.

بل‌خوا د توپ‌درې له تاریخي استوپې څخه د لیدنې پرمهال فرانسوي سیلانیانو ویلي، هڅه به وکړي چې له یادې تاریخي سیمې د لیدنې لپاره نور بهرني سیلانیان هم ورمات کړي.

د توپ‌درې تاریخي استوپه د بودیزم او کوشانیانو پېر ته ورګرځي چې شاوخوا ۱۸۵۰ کاله لرغنتوب لري او د افغانستان سربېره د سیمې په کچه بې‌سارې ګڼل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د تېرو کلونو پر مهال ګڼ‌شمېر بهرني سیلانیان د هېواد بېلابېلو تاریخي سیمو د لیدنې لپاره افغانستان ته راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام