Asset 1SWN

سمنګان ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی

گردش_گری-در-سمنگان-qcegh1ywroygph7dy2g5r53q5djzfseay7tk8vj91k

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د دوی په وینا، ډېری بهرني سیلانیان د یاد ولایت د تاریخي سیمو د لیدو تر څنګ د «رستم تخت» لرغونې سیمې څخه لیدنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر تاج‌الدین تانش وايي چې تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۲۵۰ بهرني سلانیان د دغه ولایت له طبیعي ښکلاوو او لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې نږدې ۱۱۴ لرغونې سیمې شته چې له ډلې یې ۱۰۶ یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاو څخه د لیدنې په موخه افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام