Asset 1SWN

هلمند ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

IMG_20230504_195906

هلمند چې یو وخت د جګړې ډګر په‌کې تود و او دغه ولایت څخه به یوازې د مرګ‌ژوبلې خبرونه ورکول کېدل، خو اوس د جګړې لمن ترې ټوله شوې، ګڼ‌شمېر بهرني سېلانیان ورمات شوي دي.

که څه هم دغه ولایت کې بهرنیو سلانیانو ته امکانات او اسانتیاوې کمې دي، خو پر دې سربېره د فرانسې او بلجیم هېوادونو څخه دوه سیلانیان د دغه ولایت تاریخي سیمې بُست کلا لیدو ته ورغلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګرېګ او ویلم چې له خپلو هېوادونو زرګونه کیلومټره لرې، د هلمند بُست کلا ته ورغلي، وايي چې د یادې کلا معمارۍ حیران کړي دي.

فرانسوی سیلاني «ګرېګ» د افغانستان د تاریخي سیمو او ښایست په اړه وايي: «زه افغانستان ته راغلم، ځکه افغانستان لوی تاریخ او تاریخي ځایونه لري او شنې سیمي او دلته بېلابېل قومونه ژوند کوي. تاریخي سیمي لري، نو زه ځکه راغلم چې افغانستان اوس په امن کې دی.»

بل‌خوا بیلجمی سیلاني ویلم بیا وايي چې د افغانانو ټولنیز ژوند پرې اغېز کړی. د نوموړي په وینا، د افغانانو مېلمه‌پالنې حیران کړی او دا ورته یوه لویه تجربه وه.

هغه وویل: «هلمند یو ښایسته ولایت دی. موږ چې په اوله ورځ راغلو خلکو زموږ سره ډېر ښه سلوک او چلند وکړ. موږ یې ډوډۍ ته دعوت کړو، موږ ولاړو له عامو خلکو سره مو وکتل، دوی ډېر ښه وه، دا زموږ لپاره یو تجربه وه او د هلمند شنې سیمي بیخي حیرانونکي وې.»

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولاسنو که څه هم د بُست ترڅنګ د دې ولایت د تاریخي سیمو د بیارغوونې او سیلانیانو ته د سهولت برابرولو په اړه څه ونه ویل، خو دې ولایت ته يې د بهرنیو سیلانیانو ورتګ مهم وباله.

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي، د نورو ولایتونو ترڅنګ په هلمند کې هم اوس جګړه نشته، کورني او بهرني سیلانیان په ډاډه زړه دې ولایت ته ورتللی شي.

هغه وویل: «موږ د بهرنیو سیلانیانو تل هرکلی کړی دی. موږ په دې خوشحاله یو چې دلته یو نظام حاکم دی او بشپړه د امن فضا ده او سیلانیان کولای شي چې د بهرنیو ملکونو څخه دلته هلمند ته راشي، څو دلته د خلکو له فرهنګ سره بلد شي او دلته له عامو خلکو سره له نږدې وګوري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې د تیرو جګړو پر مهال هلمند همېشه د رسنیو د سرټکی ګرځېدلی و، خو اوس چې په‌کې امن دی، خلک يې لیدو ته ورځې، خو څومره چې یاد ولایت جګړې ځپلی، د بیارغوونې لپاره ورته ډېر پام نه دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام