«افغانۍ» په نړۍ کې درېیم باثباته پولي واحد وپېژندل شو

یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی.
په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجه‌بندۍ سر ته راولي.

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون: کورني خبریالان او رسنۍ دې له بهرنیو رسنیو سره همکاري نه کوي

د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي کمېسیون مسوولان وایي، د سه‌شنبې په ورځ یې د دغه کمېسیون په دویمه ناسته کې پرېکړه کړې چې کورنۍ رسنۍ او خبریالان باید له هغو بهرنیو رسنیو سره همکاري ونه کړي چې د ا.ا رسمي جواز نه لري.

ستانکزی پاکستان ته: افغان کډوالو سره مو چلن د زغم نه دی

شېرمحمد عباس ستانکزي نن چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وکړي.