Asset 1SWN

مجاهد: نړیوالو خپل ټول پام د افغانستان پر کوچنیو مسایلو ورټول کړی

امنیت شورا

د ا.ا ویاند ذ.ب.ېح‌الله م.جاهد د افغانستان په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا ناستې ته په غبرګون کې سلام‌وطندار ته ویلي، نړیواله ټولنې خپل ټول پام د افغانستان پر کوچنیو مسایلو ورټول کړی دی.

د نوموړي په وینا، نړۍ افغانستان کې له لاسته‌راوړنو سترګې پټوي او خپل پام یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په څېر کوچنیو مسایلو ته اړولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «هغوی د افغانستان په اړه خپل ټول پام او توجو دوو کوچنیو مسلو ته چې له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو او یا هم د ښځو کار په اړه چې ځینو برخو کې باقي پاتې دي، اړولی، خو له ټولو لاسته‌راوړنو سترګې پټوي.»

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون سه‌شنبه د تلې څلورمه د افغانستان په تړاو ناسته وکړه. دې ناسته کې د افغانستان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وبلل شو.

په ورته مهال د امنیت شورا دې ناسته کې یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې د روسیې استازي یو ځل بیا له افغان خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

خو د اسلامي امارت ویاند د افغانستان له وضعیت د ملګروملتونو امنیت شورا په ناسته کې شوې اندېښنې بې‌ځایه بولي او وايي چې دغه اندېښنې د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه نه‌دي.

دا په داسې مهال دی چې څه باندې دوه کاله کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او له څه باندې یوه کال راهیسې یو‌شمېر بنسټونو کې ښځې له کار راګرځول شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې موده کې د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار ویلي چې د نجونو ښوونځیو پرانېستل حتمي دي او په وینا یې، د بیاپرانېستلو پر طرحې یې کار روان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام