Asset 1SWN

مجاهد: ا.ا څه باندې ۱۰۰زره روزل شوی پوځ لري

GettyImages-1236440111

د ا.ا مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد د روزل شوي وسله‌وال پوځ شمېر څه باندې ۱۰۰زره ځواکونو ته رسېږي او د زیاتېدو هڅې یې روانې دي.

که څه هم مسوولان د ځواکونو د ټاکل شوي شمېر په اړه څه نه وايي، خو ټينګار کوي چې د پوځ ټاکل شوي شمېر ته باید ځان ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د روزل شویو ځواکونو شمېر څه باندې ۱۰۰زره ته رسېږي. نوموړي ویلي: «اوس څه باندې ۱۰۰زره روزل شوي ځواکونه لرو، نصاب یې د ملي دفاع وزارت اړوند دی، هڅې روانې دي چې ټاکل شوی هدف بشپړ شي.»

مجاهد د تجهيزاتو له پلوه د سرپرست حکومت د اردو ځواک د قناعت وړ بولي او وايي چې ا.ا به په راتلونکو څو کلونو کې د خپلو ځواکونو لپاره کافي تجهيزات ولري.

خو د نوموړي په وینا، اوږد مهال کې د سرپرست حکومت ځواکونه اړ دي چې هېواد کې دننه د وسلو جوړولو فابريکې جوړې کړي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: «په اوږدمهال کې وه، موږ د وسلو کارخونو ته اړتیا لرو چې پرمختللې وسلې ترلاسه کړو، دا یوه دوامداره اړتیا ده، له نورو هېوادونو چې دې برخه کې پرمختګ کړی او ښه شیان یې ترلاسه کړي، افغانستان هم باید داسې هېواد وي، دې برخه کې مو اقتصادي وضعیت ته په کتو ښه ګامونه پورته کړي.»

خو پوځي کارپوهان وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال اسلامي امارت نه توانېدلی چې منظمه اردو جوړه کړي. دوی په دې باور دي چې د مسلکي او معیاري اردو جوړول ډیري روزنې او د نظامي ډسپلین اطاعت ته اړتیا لري.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وویل: «د وسلو او د وسلو ترمیم لپاره د ځینو نورو لوازمو برابرول به ستونزې رامنځته کړي، په ځانګړې توګه کله چې یوه هېواد سره نښته رامنځته شي، وسلو ته اړتیا رامنځته کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پوځي کارپوهانو په وینا، تر هغه چې اسلامي امارت د نړۍ له‌خوا په رسمیت ونه پېژندل شي، سرپرست حکومت به ونه‌شي کړای، د امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره د وسلو نړیوال بازار ته لاسرسی پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام