خبریال: داوود شاه‌مل

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي پرون د دغه هېواد د استازیو جرګې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ منسجم کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي چې افغانستان تر خپل څار لاندې لري او که چېرته له دغه هېواد څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، د شنډولو لپاره یې د بریدونو بشپړه وړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د چارو شنونکي په دې باور دي چې امریکا د اوکراین مسلې ته په کتو، اوس په دې لټه کې ده چې څنګه کولای شي، یو ځل بیا افغانستان کې حضور پیدا کړي.

د استخباراتي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وایي، امریکا داسې حال کې افغانستان څخه د ګواښ په اړه وېره لري چې اسلامي امارت سره یې تړون هم لاسلیک کړی دی.

نوموړي وویل، امریکا په بېلا‌بېلو پلمو سره د اسلامي امارت د لرې کولو هڅه کوي او پرې د فشار په راوړلو سره، د مقاومت جبهې او نورو ډلو د جوړولو په لټه کې ده.

د هغه په وینا، امریکا هڅه کوي چې څنګه بېرته افغانستان کې حضور ولري، څو راتلونکې کې د افغانستان له خاورې روسانو ته ګواښ او د اوکراین جګړه مهار کړای شي.

هغه وویل: «که چېرته دوی له مقاومت‌یانو، داعش او القاعدې نه استفاده وکړي او هغه کسان چې د ا.ا په منځ کې د دوی پلویان دي، د هغوی په وسیله خپل هدف ترلاسه کړي، کنې نو بیا په ښکاره راځي تېری به کوي او د پخوا په  څېر به وایي چې نه د چا په غوښتنه راغلي یو او نه د چا په غوښتنه وځو. دوی به راځي، اډې به جوړوي او اوس هم د دوی خاص قوتونه پاکستان کې دي.»



د پوځي چارو کارپوه او څېړونکی عبدالغفار ګردیزي بیا وايي، امریکا په دې لټه دی چې څنګه کولای شي، بېرته افغانستان ته راستانه شي.

هغه وویل، سره له دې چې امریکا اوس هم افغان خاوره کې استخباراتي حضور لري او ډېر ځلې یې د افغانستان پر فضا الوتکې هم لیدل شوي، خو دوی غواړي د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه واخلي او دلته فزیکي او سیاسي حضور پیدا کړي.

هغه زیاته کړه، که متحده ایالتونه د ترهګرو د شتون په اړه اندېښنې لري، کولای شي چې مشخص یې کړي او د هویت، ځای او ملاتړ کوونکو په اړه یې معلومات په ډاګه کړي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت چارواکي هم د ترهګرو مشخصولو په برخه کې مسوولیت لري او امریکا ته دې د زمینې په برابرولو سره، دا مسله ورسره په جدي توګه مطرح کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د امریکا استخباراتي چارواکي هم د سنا جرګې غونډې ته وربلل شوي وو او د افغانستان او اوکراین د حکومتونو د دوام په اړه یې خپل ناسم قضاوت تایید کړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام