د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد نن د کب په اووهویشتمه، د شنبې ورځ، سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د ا.ا ځواکونو بېګاه ناوخته د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د داعشیانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې یوشمېر داعشیان وژل شوي او وسلې او مهمات یې د دوس لاس ته ورغلي دي.
هغه د وژل شویو داعشیانو د کره شمېر په اړه څه نهدي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د ا.ا یو غړی په دغو عملیاتو کې ټپي شوی دی. داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د یادونې ده چې داعش ډلې له تېرو شاوخوا لس ورځو راهیسې په بلخ کې دوه بریدونه کړي دي. دغې ډلې د کب په اتلسمه په یوه ځانمرګي برید کې د بلخ د والي محمدداوود مزمل په ګډون، درې کسان ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.
داعش ډلې دغه راز، د مزارشریف اړوند په تبیان کلتوري مرکز کې د خبریالانو په غونډه کې د چاودنې مسوولیت هم پر غاړه واخیست. په دې چاودنه کې د دوو خبریالانو په ګډون، درې کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۶ خبریالان ټپیان شول.