د خوړو نړیوال پروګرام: د ۱۳ میلیونه افغانانو د لاسنیوي لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

د خوړو نړیوال پروګرام بېګاه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که بشري ملاتړ تلپاتې نه وي، سلګونه زره افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستې ته اړتیا ولري او سخته لوږه به په ټول افغانستان کې خپره شي.

د خبریال ملي ورځ؛ افغان خبریالان له وزګارتیا او اروايي ستونزو شکایت کوي

نن د کب میاشتې ۲۷مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځې سره برابره ده. یوشمېر هغه خبریالان چې هېواد کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې دندې له لاسه ورکړي، شکایت کوي چې له سختو اروايي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د خبریال ملي ورځ؛ نی په یونیم کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، هېواد کې یې د ا.ا د واکمنېدو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۶ پېښې ثبت کړي چې ۳۰ هغه یې په وروستۍ نږدې یوه میاشت کې ثبت شوې دي. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د هغوی د وهلو‌ ډبولو، سپکاوي او په خپل سره د نیولو او بندي کولو دي.

د یوناما ماموریت غځېدل؛ کریمي: له ا.ا سره دې د نړۍ تعامل لپاره اغېزناک ګامونه واخلي

اسلامي امارت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما د ماموریت غځېدو سره هم‌مهاله له یوناما غوښتي چې له ا.ا سره دې د نړیوالې ټولنې د تعامل برخه کې اغېزناک او ګټور ګامونه اوچت کړي.

لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان مولوي محمدګل خیبر سلام‌وطندار راډيو ته ویلي چې پرون د جمعې ورځ، مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په «التمور» سیمه کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودلې چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ا.ا په بلخ کې د یوشمېر داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د ا.ا ویاند ذبېح.‌الله م.جاهد نن د کب په اووه‌ویشتمه، د شنبې ورځ، سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د ا.ا ځواکونو بېګاه ناوخته د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د داعشیانو پر پټن‌ځایونو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې یوشمېر داعشیان وژل شوي او وسلې او مهمات یې د دوس لاس ته ورغلي دي. هغه زیاتوي چې د ا.ا یو غړی هم په دغو عملیاتو کې ټپي شوی دی.