Asset 1SWN

د یوناما ماموریت غځېدل؛ کریمي: له ا.ا سره دې د نړۍ تعامل لپاره اغېزناک ګامونه واخلي

ARG-222-psycjb84rwihwfplg3vp364gejijjzkm1jwvou6iyw

اسلامي امارت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما د ماموریت غځېدو سره هم‌مهاله له یوناما غوښتي چې له ا.ا سره دې د نړیوالې ټولنې د تعامل برخه کې اغېزناک او ګټور ګامونه اوچت کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له سلام‌وطندار سره مرکه کې د یوناما ماموریت د غځېدو هرکلي تر څنګ، غوښتنه کړې چې یوناما دې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د شته واټن لرې کولو لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.

هغه وايي، اسلامي امارت د حکومتولۍ، امنیت ټینګښت او د فساد مخنیوي برخه کې لاسته‌راوړنې لري، خو نړیوالې ټولنې ورسره د پام وړ همکاري نه‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه د افغانستان د څارنې لپاره یوه ډله هم جوړه کړې ده. خو بلال کریمي وايي چې د یادې ډلې په اړه جزیات نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه د نږدې دوو کلونو له تېرېدو سره سره لا هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی او نه یې هم په یاد سازمان کې د افغانستان څوکۍ ورته سپارلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام