Asset 1SWN

کرن ډېکر کابل کې پر یوه هوټل پرونی برید غندلی

Karen-Decker

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر څو شېبې مخکې پر ټویټر د کابل شهرنو کې پر یوه هوټل د داعش ډلې وسله‌وال برید غندلی دی. هغې پر بهرنیانو برید او په منځ کې یې د بې‌ګناه افغانانو ايسارېدل، خورا سخت بللي دي.

ډېکر ټینګار کړی چې د بهرنیو ډيپلوماټانو او افغانانو د ساتنې لپاره پر بېړنیو څېړنو او دې برخه کې پر ځواب ویلو ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره هم غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هيله څرګنده کړې ده.

وسله‌والو بریدګرو پرون ماسپښین شاوخوا دوه‌نیمې بجې د کابل په شهرنو کې پر یوه هوټل چې چینایان په‌کې اوسېدل، برید وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرون ماښام په یوه ټویټ کې ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل برید د درېوو وسله‌والو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د هغه په خبره، په یاد برید کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌دی وژل شوی او یوازې دوه بهرنیان چې ځانونه یې له لوړ پوړ نه را غورځولي، ټپیان شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې په یاد برید کې هېڅوک نه‌دي وژل شوي، خو د کابل ایمرجنسي روغتون د نوموړي له ټویټ نه څو شېبې وروسته پر ټویټر ولیکل چې د کابل شهرنو کې پر هوټل د شوي برید له ځایه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي. تر اوسه د دغو قربانیانو په اړه جزیات نشته.

کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای د پروني برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې بېګاه ناوخته د دوو بریدګرو د تصویر او ویډیو په خپرولو سره ویلي چې یاد برید دوی کړی او په وینا یې، نږدې ۳۰ کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لیندۍ په یوولسمه په کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني هم د سفارت په انګړ کې وسله‌وال برید وشو، خو له هغه دغه بریده روغ ووت او یو ساتونکی یې ټپي شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام