په فاریاب کې سرچینې وايي چې د اسلامي امارت یو غړی د یکشنبې په شپې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالي په «پشته» سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه کس معاذ نومېده او د سخيمحمد زوی و چې د ګرزیوان ولسوالي په امنیې قومانداني کې یې دنده درلوده.
سرچینې زیاتوي چې معاذ د دې قومانداني د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې امریت د یوه غړي په ګډون، د څلورو کسانو له لوري وژل شوی دی.
سرچینې وايي چې اسلامي امارت د دې پېښې به تړاو دوه کسان نیولي او دوه نور ترې تښتېدلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا یوه ځايي سرچینه وايي چې د ګرزیوان ولسوالي د امنیې قومانداني د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې امریت یوه غړي حمیدالله له خپلو درېوو کسانو سره معاذ ته کمین نیولی او هغه یې وژلی دی.