Asset 1SWN

سمنګان کې ناپېژنده کسانو یو ډاکټر په خپل کور کې وژلی

Samangan-q2oigac4zm9jip1lergymjoabj4fokml78fcdb5qbs

په سمنګان کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د دغه ولایت په دره‌صوف بالا کې یو ډاکټر وژلی دی. دغه ډاکټر نجم‌الدین سهرابي نومېده او د کب په پنځمه، د جمعې شپه وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې زیاتوي چې ناپېژنده کسانو نجم‌الدین سهرابي د شپې له‌خوا د ناپېژنده کسانو له لوري په خپل کور کې په چره‌يي ټوپک وژل شوی دی.

د سرچینو په خبره، قاتل له دې پېښې وروسته تښتېدلی دی. سرچینې وايي چې له یاد ډاکټر نه دوه بچیان پاتې دي.

سرچینې زیاتوي چې نجم‌‌الدین سهرابي له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د دره‌صوف بالا ولسوالي په ۳۰ بستریز روغتون کې د ډاکټر په توګه کار کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سمنګان امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام