Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو دیني عالم وژلی

KAPISAAA-punl0l0fei41991acycl74ny6zwodnbjjdmuwufki0

د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو دیني عالم وژلی دی.

وژل شوی دیني عالم سراج‌الحق نومېږي او د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي د کیشکتان کلي اوسېدونکی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومندان ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي، دغه دیني عالم پرون یکشنبه د سلواغې دویمه د ماسختن لمانځه څخه وروسته له خپل زوی سره کور ته پر لاره و چې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د فایز په وینا، وژل شوی دیني عالم د «مولوي جلال‌الدین شهید» په نوم د یوه ښوونځي ښوونکی هم و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند د یاد دیني عالم د زوی په اړه څه نه دي ویلي، خو ټينګار کوي چې د اسلامي امارت ځواکونو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام