بامیانو کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په «سولیج» کلي کې یو دیني عالم د یوې ۱۷کلنې نجلۍ د تښتولو پرمهال د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي چې یاد دیني عالم سیدتقي علوي نومېږي او د دایکندي ولسوالي د سنګتخت او بندر ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی.
سرچینې همداراز زیاته کړې چې دغه ۴۰کلن دیني عالم غوښتل له یادې نجلۍ سره واده وکړي. د سرچینې په وینا، دیني عالم د بامیانو مرکز کې د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
خو د بامیان د والي ویاند فرزان سیغاني دغه پېښه ردوي او هغه تشه اوازه او له حقیقت لرې بولي.