په کندوز کې امنیتي مسوولان وايي چې د کندوز ښار د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د څلورمې حوزې اړوند د «ملا غفور» سیمې اوسېدونکی پروېز د یوې کوژدن شوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی دی.

دغه نجلۍ «شبانه» نومېږي او د کندوز ښار د لومړي بلاک اوسېدونکې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال کندوز کې امنیتي مسوولان زیاتوي چې شبانه له یوه بل کس سره کوژدن شوې وه او څلور ورځې وړاندې له یوه هلک سره بلخ ولایت ته تښتېدلې وه چې له څو ورځو تېرولو وروسته بېرته کندوز ته راغلي وو او د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

د مسوولانو په وینا، دغه هلک او نجلۍ د کشفي ارګانونو تر څار لاندې وو چې نن سهار د کندوز ښار ملا غفور کوڅې نومې سیمه کې ونیول شول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مسوولانو همداراز ویلي چې هلک او نجلۍ پر خپل جرم اعتراف کړی او د لومړنیو څېړنیو وروسته به اړوند ادارو ته وسپارل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام