د غور د استیناف څارنوالي ریاست چارواکي وايي، پر هغه هلک او نجلۍ يې شرعي حدود پلي کړي چې د نامشروع اړیکې په تور نیول شوي وو. دوى وايي، ياد هلک او نجلۍ يې نن د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې په دُرو وهلي دي.

د غور د استيناف څارنوالي رييس صميم مهاجر هم پر فيسبوک دا خبره تاييد کړې او ليکلي يې دي چې د دوی په رسمیت پېژندل مهم نه دي او خپل شرعي حدود پلي کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم مهاجر لیلکي: « مهمه نه ده چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي یا نه، مهم د الله پېژندنه ده چې مونږ خپل بندګانو کې حساب کړي، مونږ د الهي او شرعي نظام اطاعت کوو. نن مو په غور ولایت کې هم پر یوې ښځې او سړي باندې الهي حدود تطبیق کړل.»

مهاجر سلام وطندار ته وویل چې دغه هلک او نجلۍ څه موده مخکې د غور په ولایتي روغتون کې په یوه موټر کې د اسلامي امارت ځواکونو نیولي وو. هغه زیاتوي: « دا هلک او نجلۍ څو ورځې په یوه موټر کې سره یو ځای وو، مجاهدینو په روغتون کې ونیول او دوی سره هېڅ ثبوت نه و پرته له نامشروع اړیکو، یعنې د دې لپاره چې یو بل ته نامحرم و مونږ ورته سزا ورکړ.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د استيناف څارنوالي د رييس په وينا، هر یو ٣٩ دُرې وهل شوي دي. هغه وايي چې دوی سره د اخلاقي فسادو  په اړه ځینې نورې دوسیې هم شته چې له څېړنو وروسته به شرعي حدود پرې تطبیق شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د اسلامي امارت مسوولانو د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یو تن د زنا په تور په دُرو وهلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام