د غزني د امنیه قومانداني مسوولان وایي، په دغه ولایت کې د اخلاقي فساد په تور د ښځو او نارینه‌وو په ګډون یې ۱۳ کسان نیولي دي.

د غزني د پولیسو ویاند سیداسحاق صالح سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د غزني ښار د “پل حیدراباد” په سیمه کې د فحشا له یوه مرکز څخه ۱۳ کسان نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په ​​وينا، په نيول شويو کې اته کسه نارينه او پنځه ښځې دي چې پر خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی. سیداسحاق صالح زیاتوي چې د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په غزني ښار کې د اخلاقي فسادو په تور د دومره شمېر نارينه‌ او ښځو نيول په دې وروستيو کلونو کې کمسارې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د غزني د امنیه قومانداني له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر قاري مصعب د دغه ولایت له اوسېدوونکو څخه غواړي چې د مفسدینو او مجرمینو د پیژندلو او نیولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام