د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیه قومندان خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غويي اتمه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي اړوند «مټاخان» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د هاوان دغه مرمۍ له تېرو جګړو څخه یاده سیمه کې پاتې وه چې د چاودنې پر مهال یې یاد ماشوم لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې د شدیدو ټپونو له امله ساه ورکړه.
غزني کې دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې پرون جمعه میدانوردګ کې هم د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان شوي وو.
ميدانوردګ د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدزرک ځیرک سلاموطندار ته ویلي چې د پېښې قرباني شویو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان یې د شدیدو ټپونو له امله د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږلي دي. پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو د هاوان په سرګلولې لوبې کولې.
د هېواد په ډېری ولایتونو کې له تېرو جګړو څخه ناچاودي توکي او ماینونه پاتې چې وخت ناوخت د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.