په جوزجان کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې د امنیتي ځواکونو له لوري د « ۱۳۰ واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو او غلا په تور پنځه کسان نیول شوې دي.

د شبرغان ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت دغه کار ستایي او  هغه د جنايي جرمونو په راکمولو او د ترهګریزو پېښو سربېره قاچاق او د انسان د خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې یې ګټور بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان ولایت لپاره د اسلامي امارت د امنیه قومندان داملا سراج وايي، د اسلامي امارت ځواکونو په یوه تازه اقدام کې هغه کسان نیولی چې ۱۳۰ واده شوې مېرمنې یې د خرڅلاو لپاره ولایتونو ته لېږدولې. د سراج په وینا، د اسلامي امارت ځواکونو د څو هدفي عملیاتو په ترڅ کې دغه کس نیولی دی.

په ورته مهال د جوزجان ولایت امنیه قومندان زیاتوي چې په یوه بل عملیات کې د دوی امنیتي ځواکونو د موټرو، د برښنا مزي او څارویو د غلا په تور څلور کسان نیولي دي.

په همدې حال کې د شبرغان ښار د دویمې امنیتي حوزې آمر مولوي محمدسردار مبارز وايي چې د خلکو امنیت خوندیتوب لپاره به له هېڅ‌راز هڅې سپما ونه کړي او د خلکو په مرسته به په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو مخ نیسي.

د هغه په خبره، سیارې ګزمې، د پلټنې پوستې جوړول او د امنیتي کمربندو پیاوړتیا د دغه ولایت په امنیت کې مثبته اغېز درلودې ده.

په ورته وخت کې د جوزجان ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د مجرمینو په نیولو کې به له اسلامي امارت سره مرسته کوي او اسلامي امارت ته به د هر هغې پېښې خبر ورکوي چې له امله یې په ټولنه کې د بې‌نظمۍ لامل کېږي.

د شبرغان ښار د «چتګر خانه» کلي اوسېدونکی شیرمحمد وايي، بېګاه شپه په تیارې کې غلو غوښتل د نوموړي موټر ترې غلا کړي او سرپل ولایت ته یې ولېږدوي، خو د یاد ښار د دویمې امنیتي حوزې د ځواکونو له لوري ونیول شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کوي او وايي چې د اسلامي امارت په راتلو سره په دغه ولایت کې د غلا او جرنايي جرمونو  ګراف راښکته شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام