د ا.ا د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴۴۴ سوالګر راټول کړي دي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د راټولو شوو سوالګرو څخه ۵۷۷۹ یې ښځه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۷۵۰ مستحقې او پاتې ۴۰۲۹ یې حرفوي سوالګرې دي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له کابل ښار څخه ۷۱۸ نارینه سوالګر هم ټول کړي چې ۲۳۶ یې مستحق او ۴۸۲ یې حرفوي سوالګر دي.
په ورته مهال په راټولو شویو ۸۴۴۴ سوالګرو کې ۱۹۴۷ ماشومان دي چې له ډلې یې۱۰۷۹ مستحق او پاتې ۸۲۷ یې حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر پر خپله ټوېټرپاڼه دا هم ویلي چې بېسرپرسته ماشومان تر بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت لهخوا په روزنتون کې شاملېږي چې د اعاشې سربېره ورته د زدهکړو زمینه هم برابریږي.
د اسلامي امارت سرپرست حکومت همداراز ویلي چې د دوی د مشرتابه له لارښوونې سره سم به هغه سوالګر چې مسلک یې زده وي، له بایومټریک وروسته به ورته د کار زمینه برابرېږي.
د معلوماتو له مخې، هغه سوالګر چې مستحق وي او بایومټریک کېږي، له سرپرستانو یې هم ژمنه اخېستل کېږي چې نور به سوال نه کوي.
اقتصادي معاونیت هم ویلي، هغه سوالګر چې نهشي کولای کار وکړي، دوی به ورته معاشونه وټاکي.