عباس ستانکزی: علم پر نارینه او ښځینه‌ فرض دی، ا.ا دې یې اسانتیاوې برابرې کړي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د بايزيد روښان انسټېټیوټ د محصلانو او د رحمان بابا، خوشال خان خټک او پيرمحمد کاکړ لېسو د زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې هېڅ ټولنه له پوهې پرته پرمختګ نه‌شي کولای.

د امیر کروړ «اتل»، د لنډيو «موزیګی»؛ په فولکلور کې د جنسيتي تبعيض ضد نريټيف

د افغانستان ډېری فرهنګي او حتی فلسفي حوزو کې په تاريخي لحاظ ښځې اکثره متنونو کې حاشيې ته شوي، بلکې رټلې دي. دغه تبعيض کله شعوري شوی او کله چاپېريال کې د حاکمې جهانبينۍ د اغېز په وسيله لاشعوري سر ته رسېدلی دی.

د ادبیاتو حوزه کې زموږ په اکثره شعرونو کې د ښځې نقش د هغې د جسد له مخې ډېر مثبت تمثيلېږي، خو زړې ښځې بیا په کيسو کې د رويو، بلاګانو، جادوګرو او جاسوسانو رولونو ته بیايو.

هرات کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

نن په هرات کې د کورنیو تولیداتو او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي او هنري څانګې فارغانو د لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو د تولیدي محصولاتو پراختیا او هغو ته بازارموندنه ښودل شوې ده.

ا.ا د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴۴۴ سوالګر ټول کړي

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۸۴۴۴ سوالګر راټول کړي دي. د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د راټولو شو سوالګرو څخه ۵۷۷۹ یې ښځه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۷۵۰ مستحقې او پاتې ۴۰۲۹ یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوي دي.

فاریاب کې د طالبانو بندیزونه؛ ښځې دې ودونو ته نه ځي او چپلکې دې نه پر پښو کوي

د فاریاب په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو حضور لامل شوی چې دغه ډله پر خلکو، په تېره ښځو تازه بندیزونه ولګوي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق‌محمد نوري سلام‌وطندار ته ویلي، د طالبانو په تازه حکم کې ویل شوي چې ښځې نه شي کولای له شرعي محرم پرته له کور څخه بهر شي او د ودونو په هغو مراسمو کې باید ګډون ونه کړي چې موسیقي په‌کې غږېږي.

افغانستان کې پر سرطان ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې شمېر ډېر شوی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په جوړه شوې غونډه کې د یادې ناروغۍ له کبله هېواد کې د مړینو شمېر زیاتېدو خبر ورکوي او وایي چې په تېر یوه کال کې د کورونا ویرووس له خپرېدو او د الوتنې بندېدل، د دې لامل شوي چې د سرطان ناروغۍ ډېره شي.