Asset 1SWN

عباس ستانکزی: علم پر نارینه او ښځینه‌ فرض دی، ا.ا دې یې اسانتیاوې برابرې کړي

FdpOsPHXgAARD0g

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د بايزيد روښان انسټېټیوټ د محصلانو او د رحمان بابا، خوشال خان خټک او پيرمحمد کاکړ لېسو د زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې هېڅ ټولنه له پوهې پرته پرمختګ نه‌شي کولای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په هېواد کې د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ا.ا باید له کوم توپیر پرته د پوهې او زده‌کړو لپاره ټولې دروازې پرانېزي. هغه زیاته کړه: «خدای پر ټولو[نارینه او ښځینه] علم فرض کړی او باید ژرترژره د ټولو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانېزي.»

په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر هم د زده‌کړو پر ارزښت د ټینګار تر څنګ وویل، په هېواد کې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن له منځه تللی او سرپرست حکومت په مساوي ډول هڅه کوي چې دواړو برخو ته کار وکړي.

د دغه وزارت سرپرست نورالله نوري وايي: «په دوو کلونو کې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی او خلک دواړو ته اړتیا لري. باید په افغانستان کې د زده‌کړو کچه لوړه او باکیفیته شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې ده چې د رحمان بابا، خوشال خان خټک او پيرمحمد کاکړ لېسې او د بايزيد روښان انسېټيټوټ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي او د دغو لېسو ډېرى زده‌کوونکي د سرحدي سيمو اوسېدونکي او کوچیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام