Asset 1SWN

کرزي او د یوناما مشرې د نجونو ښوونځیو پر پرانېستو ټینګار کړی

FB_IMG_1668015746193-pxgxqk7lo5szgw1ydxm30wsg4avceii9d7enw4kw3s

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولې یا یوناما له مشرې روزا اوټونبایوا سره یې د پېژندګلوۍ لیدنه کړې ده.

هغه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې افغانستان ته د هغې د راتګ له کبله نوموړې ته ښه راغلاست ویلی او په دې ستر مسوولیت کې یې د بریا هیله ورته کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حامد کرزي زیاته کړې چې دواړو لوریو نه یوازې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي، بلکې د نجونو د منځنیو او لېسې دورې د ښوونځیو پرانېستل کېدو پر بېړنۍ اړتیا یې هم ټینګار کړی دی.

پخواني ولسمشر دغه راز ټینګار کړی چې ده او د یوناما مشرې افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات راتلو لپاره په ملي کچه خبرې اترې اړینې بللې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام