افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي چې افغان ښځې او نجونې د دوی او اسلامي امارت ترمنځ د خبرو غوښتونکي دي.

یوناما پرون جمعه د لړم ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي، د ملګرو‌ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک پر بنسټ یې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له ښځو سره غونډې کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یوناما په راپور کې راغلي چې ښځو په دې غونډه کې د تصمیم نیونې په برخه کې د دوی د معنی‌لرونکي ګډون د اړتیا، د تاوتریخوالي پر وړاندې د خوندیتوب، زده‌کړو، کار او عدالت ته د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوټزل په کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي چې دغه سازمان د ښځو د حقونو او بشري‌حقونو کنوانسینونو په اړه د افغانستان ژمنتیا په اړه تل د اسلامي امارت چارواکو ته یادونه کوي.

یونامان همداراز ویلي، کابل کې یو‌شمېر ښځو له ملګرو‌ملتونو غوښتنه کړې چې د دوی او د اسلامي امارت ترمنځ دې د خبرو زمینه برابره کړي او د ښځو د حقونو ورکولو، د اقتصادي، زده‌کړییزو او نورو فرصتونو برابرولو ترڅنګ دې د دوی د لاسته‌راوړڼو د ساتنې په موخه مرسته وکړي.

په ورته مهال د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د ښځو وروستۍ لیدنې نړیوالې ټولنې، اسلامي امارت او خپله ښځو ته د سپارښتنو یو نوملړ درلود.

ښځو ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې داسې یو ارتباطي لارې چارې جوړې کړي چې له مخې یې دوی خپلې ستونزې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکې کړي.

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې د ښځو پر ژوند محدودیتونه زیات شوي او له ټولنې څنډې ته کړل شوي دي.

څه باندې یو کال کېږي چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او لا یې هم د بیاپرانېستلو په اړه د پوهنې وزارت څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

همداراز څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په ټول هېواد کې پارکونو او ورزشي‌ ځایونو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ هم بندیز لګولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام