د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې هغوی په هېواد کې د انساني ناورین ښکار شوي دي.

 دغه سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي: « ښځې او ماشومان په افغانستان کې د بشري ناورین د درون بار ښکار شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې په میلیونونو افغانان د کافي خوراکي توکو او سرپناه د موندلو لپاره خپل کورونه پرېښې دي.

 دغه سازمان ټینګار کړی چې د مرستندویانو قوي ملاتړ حیاتي دی او په افغانستان کې باید ښځې او نجونې د ژغورنې مرستو ته لاس‌رسی ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی او نیمایي نفوس یې کافي خوراکي توکو ته لاس‌رسی نه لري. له دې ټولو ستونزو سره سره زرګونو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام