چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

 دغه ناسته د تېرې چهارشنبې او پنچ‌شنبې پر ورځو د ایران، چین، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د قطر او اندونیزیا د استازیو په ګډون جوړه شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ناستې په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې ملي پخلاینه د خبرو او د یوه پراخ سیاسي جوړښت سربېره، د کورني او بهرني انډولیز سیاست د غوره کولو ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ټينګښت له لارې راتلی شي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د ښځو حقونو او ماشومانو د زده‌کړې د تضمین په برخه کې اړین او دوامداره ګامونه پورته کړي.

دوی همداراز غوښتنه کړې چې اسلامي امارت باید د خلکو د معیشت لپاره د ښځو او ماشومانو په ګډ‌ون د ټولو قومونو اساسي حقونه خوندي کړي.

په خبرپاڼه کې له اسلامي امارت سره پر خبرو او تعامل ټينګار شوی او همداراز ویل شوي چې د افغانستان ګاونډيان د دغه هېواد خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او ملي یووالي ته درناوی لري او له افغانانو ملاتړ کوي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ټينګار کړی، هغه هېوادونه چې په مستقیمه توګه د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي، باید دغه هېواد سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

په ورته مهال په خبرپاڼه کې ویل شوي چې باثباته افغانستان د ټولو هېوادونو په ګټه دی او ګاونډي هېوادونه چمتو دي چې په دغه برخه کې خپل ګډ رول ولوبوي.

د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د مرستو له سیاسي کولو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د نړیوالې ټولنې له لوري بشردوستانه مرستې باید د حکومت له‌خوا ووېشل شي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیت نور هغه موضوعات وو چې په دغه خبرپاڼه کې ورته اشاره شوې ده.

بل‌خوا له افغانستان څخه غوښتل شوي چې له ترهګرۍ سره خپلې اړیکې پرې او باید له دې ښکارندې «پديدې» سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال خبرپاڼه کې له افغانستان څخه غوښتل شوي چې دغه هېواد کې د بهرنیانو له حقونو څخه دفاع وکړي. خبرپاڼه کې د تاجکستان له لوري د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړېدو وړاندیز هم شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه کې د کډوالۍ په اړه هم راغلي او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام