د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان شمالي پولو ته څېرمه د اسلامي دولت ډلې (داعش) د واحدونو د تمرکز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف نن په چین کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې روسيه په منځنۍ اسيا کې د بې ثباتۍ له ډېرېدو او د ترهګرۍ خپرولو څخه د داعش له پروګرامونو اندېښنه لري.
ښاغلي لاوروف ویلي: « موږ په ځانګړې توګه د داعش او ورسره تړلو ډلو د هغو پلانونو په اړه اندېښمن یو چې د منځنۍ اسیا هېوادونه بې ثباته کوي او روسیې ته بې ثباتي خپروي.»
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دې غونډه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې شتون یوه تبلیغاتي جګړه بللې او ویلي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې هم زیاتې شوي. دغه هېوادونه وېره لري چې افغانستان به د داعش ډلې د فعالیتونو په مرکز بدل شي.