د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره په لیدنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

پوتین ویلي، د هوکړې له مخې به د تاجکستان د وسله‌والو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یوشمېر وسلې او مهمات ورکړل شي، څو تاجکستان وکولای شي، افغانستان سره پوله کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې مقابله وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا افغانستان څخه تاجکستان او نورو هېوادونو ته د هر ډول ګواښ پېښېدو مسله ردوي او وایي، په دې برخه کې هره اندېښنه او ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو شریکې او حل شي.

نوموړی وایي، افغانستان کې هېڅ کومه وسله‌واله ډله شتون نه‌لري او ټول سرحدونه هم د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي.

نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «اسلامي امارت هېچاته اجازه نه‌ورکوي او په هېواد بشپړ حاکمیت لري. سرحدونه محفوظ دي، ګاونډیانو ته ډاډ ورکول کېږی چې دلته نه ‌کومه ډله شته، نه داسې څوک شته چې هغه دې تخریبي او فزیکي فعالیت ولري.»

د چارو ځینې شنونکي بیا د افغانستان له لوري د منځنۍ اسیا ځینو هېوداونو ته د ګواښونو په اړه د روسیې د ولسمشر اندېښنې تر یو بریده پرځای بولي.

د چارو شنونکی معین‌خان څمکنی د روسیې اندېښنه پخوا راهیسې ازبکستان او تاجکستان کې د هغو اسلامپاله ډلو فعالیت بولي چې مخکې یې تاجکستان کې کورنۍ جګړه هم رامنځ ته کړې وه.

هغه وویل، د مسکو په باور دغه ډلې پخوا راهیسې نورو ترهګرو ډلو او د روسیې مخالفو هېوادونو سره اړیکې لري، نو شونې ده چې د دوی پرضد وکارول شي.

د امنیتی چارو کارپوه جنرال عبدالواحید طاقت هم د روسیې د ولسمشر اندېښنې پر ځای بولي.

د هغه په وینا، سره له دې چې د ازبکستان اسلامي تحریک او د ترکستان شرقي په نوم د ازبکستان او د تاجکستان د پخوانیو اسلامپاله ډلو مشران جمعه نمنګاني او طاهریلداش له منځه تللي، خو داسې اندېښنه شته چې پاتې غړي به یې فعالیت ولري او به کولای شي، د بدخشان او نورو سرحدي سیمو له لارې، د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي وویل: «قاري فرقاني د غوریانو مشر دي، بدخشان کې دا ټولې جبهې دوی رهبري کوي او تر کوټې تر چمن پورې. داعیشیانو او د ازبکستان، تاجکستان او د نورو هېوادونو جګړمارانو په څېر چی راځي، دا مسیر طی کوي او تر بدخشانه پورې رارسېږي.»

دا لومړی ځل نه‌‌دی چې د روسیې ولسمشر او نور چارواکي افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان ته د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو ګواښ په اړه اندېښنه ښيي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو وړاندې هم دغه اندېښنې بې‌ځایه بللي او ډاد یې ورکړی چې د افغانستان له خاورې به دوی ته ګواښ نه پېښیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام