اسلامي امارت: د افغانستان سرحدي سیمو کې د ناامنیو په اړه اندېښنې بې‌‌بنسټه دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره په لیدنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی. پوتین ویلي چې د تاجکستان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یوشمېر وسلې او مهمات ورکړل شي، څو وکولای شي، افغانستان سره پوله کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې مقابله وکړي.

هندي رسنۍ: پاکستان افغانستان ته د هند د مرستو لېږد ته تراوسه اجازه نه ده ورکړې

هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

ننګرهار کې د ١٥میلیونو ډالرو په لګښت د چرګانو خوراک دانې فابریکه پرانیستل شوه

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د چرګانو د خوراک دانې د تولید په موخه د ۱۵میلیونو ډالرو په ارزښت یوې فابریکې تازه په فعالیت پیل وکړ. د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي شيخ مصري کې د تل پسرلي په نامه د يوه خصوصي شرکت له لوري ياده فابریکه پرانستل شوې ده. د دې شرکت مسوولان وايي، په دې فابریکه کې پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.