د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د شهيد فضلالرحمان روغتون چې د پټان، جانيخيلو، لجهمنګل، احمدخېلو او ميرزکې ولسوالیو ناروغان هم ورځي، د اړینو روغتیايي اسانتیاوو له نهشتون سره مخ دی.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتون کې د درملو کمښت ترڅنګ، ډاکټران په خپل وخت د ناروغانو درملنې لپاره نه حاضرېږي او خپل شخصي کارونه پرمخ وړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی وایي، له يوې خوا محلي روغتون کې درمل کم دي او له بلخوا د ناروغانو په سم ډول درملنه نهکېږي.
د څمکنیو ولسوالي روغتون مسوولان هم مني چې د ناروغانو د زياتوالي له امله نهشي کولای چې ټولو ناروغانو ته ورسېږي، خو زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې «يونیسف» ورسره مرسته کړې او د درملو کمښت ستونزه حل شوې ده.
د دې رغتون رییس ډاکټر رحيمالله بیا دا خبره ردوي چې ګواکې ډاکټران رسمي وخت کې شخصي کارونه پرمخ وړي.
د پخواني نظام له سقوط وروسته د یوشمېر ولایتونو حوزوي روغتونونو او کلینيکونو کې د درملو نهشتوالي او پر خپل وخت د روغتيايي خدمتونو نهوړاندې کېدو څخه شکايتونه زیات شوي دي.
.