د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه رسنيز راپورونه رد کړي چې ګواکې اسلاماباد د ایران پوځي الوتکو ته د راولپنډۍ نږدې د نورخان هوايي اډې کې ځای ورکړی او د امریکا له احتمالي بریدونو یې «ساتنه» کوي.
دغه وزارت ویلي چې دا ډول راپورونه «ګمراهکوونکي او د واقعیتونو څخه لرې» دي او هدف یې د سیمهییز ثبات او سولې روانې هڅې زیانمنول دي.
تر دې وړاندې یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی و چې اسلاماباد په خاموشۍ سره ایران ته اجازه ورکړې چې خپلې پوځي الوتکې د پاکستان په هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي، سره له دې چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي بیان کې ویلي چې په نورخان هوايي اډه کې موجودې ایراني الوتکې د اوربند د مودې پرمهال راغلي او له هېڅ ډول پوځي سناریو یا د خوندي کولو له ځانګړي تړون سره تړاو نهلري.
وزارت زیاتوي: «هغه ادعاوې چې بل ډول انځور وړاندې کوي، یوازې اټکلونه دي، له حقیقت څخه لرې دي او د موجوده شرایطو سره هېڅ تړاو نهلري.»
پاکستان ټینګار کړی چې داسې راپورونه د سیمې د ثبات لپاره روانو هڅو ته زیان رسوي او د واقعیتونو ناسم انځور وړاندې کوي.