د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیون خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.
دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره نن سهشنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې د لوږې کچه مخ په لوړېدو ده چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي.
راپور کې ویل شوي چې نږدې ۵ میلیون ماشومان او اومېندواره یا شیدې ورکوونکې میرمنې په خوارځواکۍ اخته دي.
همدارنګه ویل شوي چې افغانستان د اقتصاد سقوط، د دندو له لاسه ورکولو او د اقلیم بدلونونو په ګډون له ګڼ شمېر بحرانونو سره لاس او ګریوان دی چې له سیمهییزو شخړو زیاتوالي سره یوځای شوي او بیې او د خوړو ناامني زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د راپور په یوه برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دې ګډو فشارونو د ځانګړو خوړو هغه زیرمې کمې کړي چې له خوارځواکۍ څخه د ښځو او ماشومانو د خلاصون لپاره کارول کیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام WFP د افغانستان برخې مشر جان ایلیف ویلي: «د تغذیې مرستې په څېر پروګرامونه اړین دي، نهاختیاري.»
همدارنګه د ملګرو ملتونو په دغه تازه راپور کې ویل شوي چې منګولیا کې د بشري حقونو نقض او په هایټي کې جنسي تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی دی.