له هغه وروسته چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې محدودې شوي، دغه وضعیت روغتیا پر برخې هم ناوړه اغېز کړی او له کبله یې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د لازمو روغتیايي امکاناتو او درملو د نه موجودیت له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په ختیځو ولایتونو کې تر ډېره بریده هغه روغتیایي مرکزونه چې په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي، درمل او نور روغتیايي امکانات نه لري او اوسېدونکي یې اړ دي چې د خپلو ناروغانو د درملنې په موخه مرکز جلال‌اباد یا هم هغو کلینیکونو ته ورشي چې تر یوه بریده په‌کې اسانتیاوې شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همېشه‌ګل د ننګرهار له اچین ولسوالي څخه د غني‌خېلو روغتون ته خپل ناورغ راوړی دی. هغه وايي، د خپلې ولسوالي په روغتیایي مرکز کې یې درمل نه وو او اړ شول چې دغه روغتون ته راشي.

پر درملو سربېره، په روغتونونو او کلینیکونو کې د نورو اړینو لوجستیکي توکو کمی هم ډېر دی او له امله یې شته ناروغانو ته لازم خدمتونه په سم ډول نه رسېږي.

په لغمان او کونړ کې هم خلک له ورته ستونزې سره مخامخ دي. نورستان چې د ختيځ زون تر ټولو لرې ولایت دی، هلته له پخوا راهیسې د روغتیا په برخه کې ستونزې زیاتې دي، خو په دې وروستیو کې یې نور هم زور اخیستی دی.

د لغمان یو اوسېدونکی ابراهیم وايي، نه یوازې د دغه ولایت په روغتونونو کې درمل او نور امکانات نشته، بلکې د ډاکټرانو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي چې په وینا یې، روغتیايي خدمتونو ته یې زیان اړولی دی.

په همدې حال کې د نورستان اوسېدونکی صاحب‌داد همدرد هم وايي چې د دغه ولایت ډاکټرانو ته هم معاشونه نه دي ورکړل شوي او همدا لامل دی چې په روغتونونو کې لازم ډاکټر نشته. د نوموړي په وینا، په نورستان کې خصوصي روغتونونه هم نشته چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ، په لوېديځ او شمال کې هم د روغتیا په برخه کې شته ستونزو خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی او وایي، د حل لپاره دې د اسلامي امارت چارواکي جدي اقدامات وکړي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی عبداللطیف وايي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې روغتیايي امکانات نشته او اړ شوی چې بچیان د مزار شریف ښار کې ابوعلي سینا روغتون ته ورولي. هغه له طالبانو غواړي چې دې برخې ته پام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو چارواکو بیا په بېلابېلو ناستو کې ډاډ ورکړی چې د خلکو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې به هڅې وکړي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د ستونزو هواري په موخه یې له بېلابېلو مرستندویه ادارو سره خبرې کړي او تمه ده چې ژر به حل شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس عطاالرحمان فاتح او د هرات د عامې روغتیا مرستیال محمداصف کبیري وايي، که څه هم په ځينو سیمو کې روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخ دي، خو د حل لپاره یې له نړیوالو سازمانونو سره خبرې کړي چې هغوی هم ډاډ ورکړی دی.

د هرات د عامې روغتیا اداره هم مني چې د درملو په برخه کې ستونزې شته، خو وایي چې لا هم روغتیایي مرکزونه د خلکو لپاره پرانېستي دي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې وچا ویلي و چې له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې ۴۵ میلیونه ‌ډالره مرسته وکړه، خو غوښتنې دا دي چې د روغتیا په برخه کې لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا ده او تمه کېږي چې ژرترژره دا ستونزه حل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام