د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې پخواني افغان کارکوونکي له هغه هېواد څخه د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي.
د ترکیې یوشمېر پخواني کارکوونکي چې د ناټو په چوکاټ کې یې افغانستان کې کار کاوه، وايي چې له تېرو ۱۲ورځو راهیسې کابل کې د ترکیې سفارت مخته اعتراض کوي او د یاد هېواد له لوري د خپلو تېرو څلورو میاشتو د معاش د ورکړې غوښتنه لري.
اعتراض کوونکو د یوه پرېکړهلیک په صادرولو سره خبرداری ورکوي، که تر راتلونکو ۱۰ ورځو یې حقوق ورنه کړل شي، د ترکیې پر وړاندې به ناټو او د بشري حقونو شورا ته شکایت وکړي.
یوه اعتراض کوونکي سلاموطندار ته وویل: «که دوی په لسو ورځو کې زموږ پوښتنو ته ځواب ورنکړي، موږ به د ترکیې، ناټو او د بشري حقونو شورا ته رسمي شکایت وکړو او خپل لاریون به پراخ کړو. موږ د خپلو ټولو کورنیو سره دلته راغلي یوو او څو چې خپل حقونه ترلاسه نه کړو، په همدې ډول احتجاج ته دوام ورکوو.”
د فردین بهایي او نصرالله په نومونو دوه معترضینو همداراز سلاموطندار ته وویل، دولس ورځې کېږي چې د خپل مشروع حق لپاره غږ پورته کوي، خو تراوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د دغه اعتراض په تړاو مو وغوښتل کابل کې د ترکیې سفارت نظر هم ولرو، خو مسوولان یې ځواب ویلو ته حاضر نه شول.