د اوکراين پر سر د ناټو او مسکو ناندرۍ؛ ميدان به څوک وګټي؟

د روسیې او اوکراین تاریخي تړاو

که څه هم شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې ونړېد، خو د روس او اوکراین تر منځ چې کومې کلتوري، ژبني او اهلي اړیکې وې، د اتحاد نړېدل د هغو د شلېدلو په مانا نه و، بلکې اوس هم په ډېرو مشترکاتو له یو بل سره تړلي دي. د بېلګې په توګه؛ د روسیې له پولې سره د اوکراین اکثره وګړي روسي ژبه وایي او له روسیې سره پراخو اړیکو ته لېوالتیا ښیي.