د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې په لړ کې تازه د اوکرایني ځواکونو د بریدونو پرمهال د روسیې په بریانسک ښار کې ۱۳ ملکي کسان ټپیان شوي.
تاس خبري اژانس د روسیې چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین د شپنۍ بریدونو له امله د روسیې په بریانسک ښار کې ۱۳ملکي کسان چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.
د روسي چارواکو په وینا، برید پر هستوګنیزو سیمو شوی او له امله یې دوه د هستوګنې ودانۍ، له ۲۰زیات ودانۍ او شاوخوا ۴۰ موټر زیانمن شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ځايي مسوولینو د دغو بریدونو پړه، پر اوکراین اچولې، خو اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه، د سولې لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو سربېره، لاهم روانه ده.