د ملي دسترخوان پروګرام لسګونو کارکوونکو نن د ADA, SDO, COAR او WADAN موسسو له لوري د معاشونو د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ. دوی وايي، سره له دې چې په سختو حالاتو کې یې له خلکو سره د مرستې په موخه له یادو  موسسو سره کار کړی، خو له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دغه کارکوونکي د اسلامي امارت او نړیوال بانک له مسوولانو غواړي چې حقونه یې له یادو موسسو واخلي او دوی ته یې وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي دسترخوان یو کارکوونکی روح‌الله احمدي وايي، په دغه پروګرام کې یې شپږ میاشتې کار کړی، خو د یوازې یوې هغې معاش یې اخیستی او مسوولان ورته وايي، که نړیوال بانک پیسې ورکړې، د دوی معاشونه به هم ورکړي، که نه، دوی یې مسوولیت نه لري.

د دغه پروګرام یوه کارکوونکې لیلی هم وايي چې له ADA موسسې سره یې شپږ میاشتې کار کړی، خو یوازې د یوې میاشتې معاش یې اخیستی او د اسلامي امارت او نړیوال بانک مسوولان یې باید په دې برخه کې ستونزې حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې په یوه موسسه کې د ملي دسترخوان پروګرام همغږی کوونکی فقیرمحمد فقیري بیا وايي چې یادو کارکوونکو د څلورو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي او هر وخت چې نړیوال بانک د یاد پروګرام پیسې ورکړې، د دوی معاشونه به هم ورکړي.

خو دغو کارکوونکو په یوه پرېکړه‌لیک کې خبرداری ورکړ، که حقونه یې ورته ونه سپارل شي، د یادو موسسو دروازې به بندې او دوی به عدلي او امنیتي ادارو ته مراجعه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام