د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، نړیواله ټولنه باید په فعاله توګه  له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د هغوی د حکومت په رسمیت پیژندلو کې اقدام وکړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، مسکو دې پرېکړې ته رسېدلې چې نړیواله ټولنه باید د « افغانستان له نوي حکومت» سره په فعاله توګه همکاري وکړي. سرګي لاوروف همداراز ټینګار کړی چې ټول‌شمولیت باید د اسلامي امارت په حکومت کې یو مهم عنصر وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسیې له خوا د اسلامي امارت د ډیپلوماټ منل

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روسیې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت د یوه ډیپلوماټ له موجودیت سره هوکړه کړې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له سرګي لاوروف سره په کتنه کې د ورسیې د دغه پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په مسکو کې به د افغانستان سفارت په بشپړ ډول فعال شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د لاوروف له قوله لیکلي، نړیواله ټوله باید په افغانستان کې فعاله ونډه ولري او له اسلامي امارت سره دې خپلو همکاري ته دوام ورکړي څو د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع ژر ترژره حل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې مخکې روسي چارواکو ویلي و چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې بېړه نه لري. د اسلامي امارت واک ته رسېدو څخه ۸ میاشتې تېرېږي خو تراوسه یو هېواد هم دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام