وروسته له هغې چې تېره اوونۍ کابل کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال د روسیې دوه ډيپلوماټان ووژل شول، د دغه هېواد چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې یې د سفارت د امنیت ټینګښت لپاره تدابیر زیات شوي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون تاس خبري اژانس ته ویلي چې کابل کې د روسیې پر سفارت له ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد سفارت کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روانې میلادي میاشتې په پنځمه نېټه کابل کې د روسیې پر سفارت په ځانمرګي برید کې د یاد سفارت د ډيپلوماټيکې برخې د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

د دغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه مهال د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د یوې ټیلیفوني اړیکې پرمهال کابل کې د یاد هېواد د سفارت لپاره د امنیتي تدابیرو له ډېروالي خبر ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام