د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یوې خبرپاڼه کې وویل چې عمران‌خان د (چهار شنبې په ورځ د کب په ۴ ) روسیې ته په خپل سفر کې د دغه هېواد جمهوررییس ولادیمیر پوتین سره ګوري. د خپرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان وضعیت د دې دوه اړخیزې غونډې د اجنډا یوه برخه ده.

خو سیاسي شنونکي وايي، د عمران خان او پوتین ترمنځ خبرې به د افغانستان پر وضعیت اغیز ونه‌ کړي. د هغوی په اند، اوسمهال پاکستان خپله له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی او دغو شرایطو ته په کتو پاکستان د افغانستان لپاره هېڅ کار نشي کولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو کارپوه خپلواک ځاځی وايي، پاکستان دا مهال له بېلابېلو خواوو څخه پوروړی دی او دغه هېواد هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.

هغه وایي: « اوسمهال پاکستان له امریکا، چین، نړیوال بانک او له آی‌ام‌اف څخه پوروړی دی. عمران‌خان غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان کورنۍ ستونزې حل کړي، خو د دې لپاره چې هماغه د پرورګام اجنډا لپاره چې پیل شي د افغانستان موضوع یې اخیستی، خو افغانستان ته کومه ګټه نه‌لري.»

بل سیاسي کارپوه مطیع‌الله خروټي هم سلام‌وطندار ته وویل چې اوسمهال پاکستان له هرې خوا څخه کورنیو جګړو او ناامنیو سره مخ دی. د خروټي په اند، د پاکستان کورنیو شرایطو او ستونزو ته په کتو، د افغانستان په اړه د دغه هېواد څرګندونې بې ارزښته دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل لور ته د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي سلام‌وطندار ته وویل چې د افغانستان اوسني واکمنان باید له بهرنیو هېوادونو سره د خبرو وړتیا پیدا کړي. د هغه په خبره، تمه کيږي چې افغانستان هم خپل استازی ولري.

د یادونې وړ ده چې روسیې ته د عمران‌خان سفر په داسې حال کې کېږي چې د امریکا متحده ایلاتو سره د پاکستان اړیکې او له چین سره ددغه هېواد اقتصادي اړیکې زیاتې خړې او سړې شوي. بل لورته د روسېې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اوکراین پر مسئلې هم لانجې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام