ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سبا «سه‌شنبه» د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راشي. د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه پلاوي د یاد سفر موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه او د افغانانو د اړتیاوو څېړنه ده.

 همداراز په رپوټ کې ویل شوي چې په سفر کې به پاکستان افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم خبرې وکړي. په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به د اسلامي امارت له چارواکو سره وویني او له افغانستان څخه د ملاتړ په اړه به د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان پیغام ورته ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اکسپرېس ټربیون د سرچینې له قوله ویلي، د عمران خان د هغه وړاندیز په اړه به هم خبرې وشي چې افغانستان ته د بشري ځواک د لېږد په اړه یې کړی و.

په رپوټ کې همداراز ویل شوي، د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تارغځولو او د پاکستاني طالبانو تحریک له لوري د افغانستان خاوره نه کارول، به نور هغه موضوعات وي چې ښايي د دغه سفر په ترڅ ورباندې خبرې او بحث وشي.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، دا د پاکستاني چارواکو دویم رسمي سفر دی چې افغانستان ته یې کوي. له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د تلې په میاشت کې کابل ته راغلی و. په ورته مهال په دغه لړ کې د اسلامي امارت یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو هم پاکستان ته سفرونه درلودل.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستاني چارواکو په وار وار د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدلي او افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد یې خبري کړي، خو تراوسه اسلامي امارت د پاکستان له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تازه د پاکستان لومړي وزیر افغانستان ته د متخصص بشري ځواک د لېږد په اړه وړاندیز کړی چې د اسلامي امارت له تند غبرګون سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام