بادغیس کې د زلزلې په پایله کې ۱۲ کسان مړه شوي

د بادغیس سیمه‌ییز مسوولان وايي، په قادس ولسوالي کې د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي دي. د قادس ولسوال محمد صالح پردل سلام‌وطندار ته وويل چې د دې زلزلې په پایله کې د ځینو استوګنو کورونو چتونه نړېدلي چې په ترڅ کې یې دغه شمېر کسان مړه شوي دي.

بدخشان کې ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه کړي

د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «شهر بزرګ» ولسوالي اړوند کره سیمه کې د یوه کورولا ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله څلور کسان مړه شوي او او درې ټپیان دي.

شنونکي: کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د افغانستان لپاره کومه ګټه نه لري

ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري سبا یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر بېلابیلو مسایلو خبرې ولري، خو د چارو یو‌شمېر شنونکي د پاکستاني پلاوي د سفر پایلو ته هیله‌مندي نه لري. د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند پاکستان په دوه مخي چلن تورنوي او وايي، دا سفر د پاکستان د موخو لپاره ترسره کېږي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سبا د یوه پلاوي په مشري کابل ته راځي

ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت مشاور موید یوسف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په یوه دوه ورځني سفر سبا «سه‌شنبه» کابل ته راشي. د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه پلاوي د یاد سفر موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه او د افغانانو د اړتیاوو څېړنه ده.