د بامیان ولایت د عدلیې ریاست یوشمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د کوم دلیل پرته له دندو ګوښه کړای شوي دي او د هغوی پر ځای هغه کسان ګومارل شوي چې کاري تجربه او وړتیا نه لري.

د باميانو د عدليې رياست يوه پخواني کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي سلام‌وطندار ته وويل، په ١٣٩٧ کال کې د ازادې سيالۍ له لارې د دې مدیریت په یوه ریاست کې څلورم بست کې وګومارل شو او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې هم غوښتل خپل کار ته دوام ورکړي.

خو د هغه په وینا، شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې دی او څلور نور همکاران یې چې د بامیانو په عدلیې ریاست کې په څلورم او اووم بستونو کې یې دندې ترسره کولې د کوم دلیل پرته له دندې ګوښه کړای شول او د هغوی په ځای نوي کسان وګومارل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیانو د عدلیې ریاست د انسجام امر احمدعلي رحیمي هم سلام وطندار ته وویل، تېر کال د ازادې سیالۍ له لارې یې دا موقف ترلاسه کړی و خو تېره ورځ له دندې ګوښه کړای شوی دی.

رحیمي وایي: « هغه کسان چې د بامیانو په عدلیې ریاست کې د امر په توګه ګومارل شوي دي، ټول د دې ادارې د رییس خپلوان او کلیوالې دي، دغه کسان تر دې مخکې کاري تجربه نه لرله او نه هم د اسلامي امارت غړي دي.»

په همدې حال کې د بامیان د مدني ټولنې یو شمېر فعالان له دغه وضعیت څخه د اندېښنې په  څرګندولو سره وایي چې د دغه ولایت په اکثرو ادارو کې د کارکوونکو ګوښه کول دوام لري. هغوی خبرداری ورکوي، که د دغه بهیر مخه ونه نیول شي، د دغه ولایت خلک به د اسلامي امارت پر ضد لاریون وکړي.

د دغه ولایت د مدني بنسټ د انسجام مسوول عبدال‌ دانشیار وایي: «متاسفانه چې په عدلیې ریاست کې هر څه بدلون کړی، په محکمه، څارنوالې هر څه کې تخنیکي او فني کارکوونکي چې په کمپیوټر پوهېدل له دندو ګوښه کړای شوي دي. ځیني دولتي مسوولان د موسسو له مسوولانو څخه په زوره غواړي چې د هغوی د نظر وړ کسانو ته اسناد او کاري تجربه ورکړي. »

په همدې حال کې د بامیان د عدلیې رییس مولوي معاذ د خپلو کارکوونکو د ګوښه کېدو په تایید سره وایي دغه ریاست د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۵۵ کارکوونکي لري چې نیمايي یې له دندو ګوښه کړای شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې د نظام په بدلون سره، د کارکوونکو ګوښه کول او تبدیلي یو اصل دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني هم په دغه ولایت کې د دولتي کارکوونکو د ګوښه کېدو په اړه وایي، وزارتونه ټولو ریاستونو ته لارښوونه کړې چې د ټولو ادارو د دریم بست کارکوونکي چې امریتونه هم پکې شامل دي له دندو ګوښه او ورته بستونو کې بېرته په کار وګومارل شي.

د سيغاني په وينا، تراوسه د ځینو ادارو د څلورو څخه تر اوو بستونو پورې د کارکوونکو د ګوښه کولو په اړه کوم شکايت نه دى شوى او که چېرې دغه موضوع ثبت شوی وي د  ولایت مقام یې مخنیوي ته ژمن دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام