پولیسو د ټولګټو چارو وزارت پر یوشمېر کارکوونکو چې د دغه وزارت د وزیر نجیب‌الله یمین له لوري د ګوښه کېدو پر وړاندې یې اعتراض کړی و، ډزې کړې دي.

 سلام‌وطندار ته د دغه اعتراض رسېدلې ویډیو ښيي چې ‎د ټولکټو چارو وزارت کارکوونکي د دغه وزارت د ودانۍ دېوال ترڅنګ راټول شوي او شعارونه ورکوي، خو پولیس یې د ډزو په وسیله دغه وزارت ته د ننوتلو مخه نیسي.

 دغه اعتراض د تېرې پنجشنبې په ورځ د یوشمېر کارکوونکو له لوري چې د ۱۲ او ۱۴ ټولګیو فارغان دي، خو اوس له دندو لرې شوي، پیل شوی دی.

 د ټولګټو چارو وزارت یو کارکوونکی سیدمجتبی سادات چې د حقوق په برخه کې یې زده‌کړې کړي وایي، د وزیر د لارښودلیک پر بنسټ، هغه کارکوونکي چې د ۱۲ او ۱۴ ټولګیو فارغان دي او یا هم د خپلې برخې خلاف په دغه وزارت کې دنده سر ته رسوي، باید ګوښه شي، خو په وینا یې، په یاده ډله کې داسې کارکوونکي هم  شته چې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو کاري تجربه لري.

 د سادات په خبره، په تېر کې چې هېوادوال د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري د ظرفیت له پلوه د کمو خدمتونو له وړاندو کولو برخمن وو او بهرني انجینران په لوړو معاشونو ګومارل کېدل، خو اوس چې په هېواد کې د  کار وړ کسان شته، وزارت یې د ګوښه کېدو په لټه کې دی.

 یو بل معترض وایي، تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې وزیر له خپلې دندې نه وي ګوښه شوی او په وینا یې، د نوموړي دغه اقدام به د سلګونو بې‌وزله کورنیو یوه مړۍ ډوډۍ ترې واخلي.

دغه معترضان وایي، د ټولګټو چارو وزارت چارواکي د کاري تجربې او وړتیا له په پام کې نیولو پرته غواړي دوی ګوښه کړي.

خو د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه اعتراضي غونډه له پولیسو سره په همغږۍ نه ده جوړه شوې او لومړی معترضانو پر پولیسو ډزې کړې دي.

 د فرامرز په خبره، پولیسو د هوایي ډزو په کولو سره د معترضانو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د یوشمېر کارکوونکو د ګوښه کېدو اوازې هم وې. د دې ترڅنګ، د کانونو او پټرولیم وزارت یوشمېر کارکوونکو هم د تنقیص له امله پرلت کړی و.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام